د امریکا کانګرس د استازو مجلس د اقداماتو هغه بسته چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه د تحقیقاتو بل پړاو ته لار پرانیزي، تصویب کړه. د استازو مجلس تېره ورځ په دې اړه رای ګیري وکړه چې ټولو جمهوري غوښتونکو او یوازې دوو دموکراتانو منفي رایه ورکړه. په ټوله کې د مجلس ۲۳۲ غړو مثبتې او ۱۹۶ غړو منفي رایې ورکړې دي. د مجلس مشرې نانسي پلوسي د سپټمبر په ۲۴مه غوښتنه کړې وه چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح په اړه څېړنه پیل شي. د کانګرس په استازو مجلس کې پرونۍ رای ګیري د پلوسي د غوښتنې لومړی رسمي ملاتړ بلل کېږي.






































