په پاکستان کې د حکومت ضد لاریون کوونکي د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته رسېدلي. لاریون کوونکي په پاکستان کې د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن پلویان دي. دوی پر عمران خان تور لګوي چې د پاکستان په تېر کال پارلماني ټاکنو کې یې درغلي کړې ده. لاریون کوونکي وايي، څو پورې چې یې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت نه وي نسکور کړی، تر هغو پورې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.






































