د هند په پلازمینې نوي ډهلي کې د هوا د سختې ککړتیا له کبله چارواکي اړ شوي چې د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ وتړي. په نوي ډهلي کې چارواکو د ښوونځیو مسوولینو ته امر کړی چې تر راتلونکې سې شنبې ورځې پورې د ښوونځیو دروازې تړلې وساتي. دوی د ښوونځیو ماشومانو ته د هوا د ککړتیا ضد ماسکونو په ویشلو پیل کړی. په داسې حال کې چې په دغه ٢٠ میلیوني ښار کې د هوا ککړتیا خطرناکې کچې ته لوړه شوې روغتیايي مسوولینو بېړنۍ حالت هم اعلان کړی. نوی ډهلي د نړۍ د خورا گڼ میشته ښارونو څخه دی چې د روانې اونۍ د پیل راهیسې په زهرجن خړ دود کې پټ دی. په دې ښار کې له جنورۍ میاشتې راهیسې د هوا کيفيت د خرابوالي لوړې کچې ته رسیدلی دی. روغتیایي کارپوهانو د هوا د زهرجن دود کچه ١٩ ځلې د هغو روغتیایي حدودو لوړه ښودلې چې نړیوال روغتیایي سازمان ټاکلې ده.






































