په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، لومړي وزیر عمران خان ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی دی چې له خپلې دندې استعفا وکړي. هغه پرون ناوخته په اسلام اباد کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ویلي، دوی خپله هم د دې وړتیا لري چې د لومړي وزیر ودانۍ ته ورشي او په زور یې ونیسي خو نه غواړي له تاوتریخوالي کار واخلي. فضل الرحمن دغه راز زیاته کړې، پوځ که چېرته خپلواک وي نو خپله بې طرفي دې وساتي او په دې موضوع کې دې لاسوهنه نه کوي. د ازادۍ مارچ تر عنوان لاندې لاریون کې د ملا فضل الرحمن د زرګونو پلویانو سربېره، د مسلم لیګ ن، پیپلز، عوامي نېشنل، پښتونخوا ملي عوامي، قومي وطن او د اپوزیسیون د نورو ګوندونو غړي شامل دي. دوی ټول په یوه خوله عمران خان نامشروع ګڼي او د استعفا غوښتنه یې کوي.






































