د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په عراق کې د یو امریکایي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی. فارس انګلیسي د امریکا د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی دی چې دا امریکایي سرتېری د عراق په شمالي سیمه التاجي اډه کې وژل شوی دی. راپور کاږي، د امریکا دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دوی تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي چې دا سرتیری څنګه او ولې وژل شوی دی خو په وینا یې، دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي. د ویلو ده چې تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې عراقي رسنیو راپور ورکړی و، چې التاجي پوځي اډه تر توغندویي برید لاندې راغلې خو په عراق کې مېشتو امریکایي پوځیانو دا خبر رد کړی و.






































