د سوریې په شمالي ښار تل ابیض کې د موټر بم برید له امله ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان دي. د سوریې د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې ویلي، دا پېښه د تل ابیض ښار په له ګڼه ګوڼې ډکه سیمه کې شوې ده چې له امله یې ۱۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۴ نور ټپیان شوي دي. دا پېښه یوه میاشت وروسته تر هغه کېږي چې د ترکیې ملاتړ لرونکو سوریایي سرتېرو راپور ورکړ چې دا سیمه یې په بشپړه توګه د ترهګرو له موجودیته پاکه کړې ده. راپورونه دغه راز وایي، د یاد هېواد په شمالي سیمو کې د ترکیې د عملیاتو له امله په زرګونو بې کوره شوي خلک په خورا بد بشري وضعیت کې قرار لري.






































