بل هغه بد عادت چې ستاسو پر بډوډو ناوړه اغېز کوي، د پېک شویو او بسته بندي شویو خوړو خوراک دی. دغه راز د چپسو، برګر او سره کړای شويو خوړو خوراک هم د بډوډو پر زيان تمامېږي. په پېک شویو خوړو کې د سوډیمو کچه لوړه وي. هغه کسان چې د بډوډو له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي، باید په خپلو خوړو کې د سوډیمو کچه را ټیټه کړي. دغه راز څېړنو ثابته کړې ده چې په بسته بندي شویو خوړو کې د فاسفورس کچه هم لوړه وي. که د بډوډو ناروغي لری، دغه څه مو هم پر زیان تمامېږي. هڅه وکړئ چې له (DASH) غذایي رژیم څخه ګټه واخلئ. ډش غذایي رژیم له سبزیو، مېوې، غلو دانو، لبنیاتو، د کب له غوښې، حبوباتو او هغو څښاکونو څخه جوړ دی، چې د خوږو کچه پکې کمه وي. د ډېرو اوبو څښل مو له بډوډو د مضرو او اضافي موادو په وتلو کې مرسته کوي. همدا راز د ډېرو اوبو څښل مو په بډوډو کې د ډبرو له جوړېدو او شدید درد څخه ساتي. کېدای شي ځینې کسان له دې کبله چې بډوډي یې کمزوري دي، مجبور شي چې لږ اوبه وڅښي، خو یو نورمال کس باید په یوه ورځ کې له یوه نیم تر دوو لېترو پورې اوبه وڅښي.