په امریکا کې د ټاکنیزو کشمکشونو په لړ کې تازه سروې ښيي چې د ټرمپ پلویان د تېرو نظرپوښتنو په پرتله راکم شوي دي. تازه نظرپوښتنه ښيي چې د ټرمپ سیال جوبایډن ۵۱ سلنه مثبتې رایې لري او ټرمپ بیا تر کمې رایې یعنې ۳۹ سلنه مثبتې رایې خپلې کړې دي. نظرپوښتنه ټرمپ ته نږدې رسنۍ سي بي ايس کړې ده چې د ټرمپ غبرګون یې هم پارولی دی. نوموړي په یوه تازه ټوېټ کې ویلي چې رسنۍ دده د سیالانو په ګټه تبلیغات کوي او غلط معلومات خپروي. ده ټینګار کړی چې د ۲۰۲۰ز کال په ټاکنو کې ارو مرو بریالی دی.






































