امریکايي جنرال او د سي ای اې پخواني مشر ویلي ټرمپ یو لیونی دی او بهرنۍ پالیسي یې ناکامه ده. جنرال مېشل هایډن وايي د عراق او ځینو نورو سیمو په اړه د ټرمپ پرېکړې ناکامې دي او دغه هېوادونه وروسته د امریکا ملي امنیت ته خطر جوړوي. دده په وینا د ټرمپ بهرنۍ پالیسي او د جګړې ماموریت ناکام دی او په تمامه مانا لیونی دی. دده په خبره په اوسني وضعیت کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ بدلون ته اړتیا ده او ټولو ته په کار ده چې په دې برخه کې هڅې وشي خو د ټرمپ په څېر یو لیونی ددې کار اړتیا نه لري.






































