زرګونه امریکايي عسکر په منځني ختیځ کې د ایران د کنټرول لپاره ځای پر ځای دي. نشنل انټرسټ نشریه لیکي د منځني ختیځ د نورو هېوادونو تر څنګ په سعودي عربستان کې هم د امریکا زرګونه عسکر او الوتکې د ایران د کنټرول لپاره ځای پر ځای شوې دي. ددغه نشریې په خبره امریکا غواړي په دې توګه په سیمه کې د ایران فعالیتونه کنټرول کړي او ددغه هېواد د نورو ورانکاره اقداماتو مخه ونیسي. په منځني ختیځ کې د امریکا حضور وروسته له هغه پراخ شو چې د سعودي عربستان د تېلو پر چاڼځایونو د ډرون بریدونه وشول. امریکا په تازه اقدام کې له ترکیې سره پر پوله په سوریه کې هم خپل ځواکونه بېرته ځای پر ځای کړي دي.






































