عراقي لاریونوالو د یاد هېواد په کربلا ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ برید کړی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې معترضانو له څه مودې راهیسي په یاد هېواد کې د فساد، بې روزګارۍ او د عراق په چارو کې د ایران د لاسوهنې له امله لاریونونه پیل کړي دي. د راپورونو له مخې، اعتراض کوونکو په کربلا ښار کې د ایران د کونسلګرۍ بېرغ ښکته کړی او پر ځای یې د عراق ملي بیرغ لګولی دی. دوی د بیرغ له ښکته کولو وروسته د یادې کونسلګرۍ پر دیوالونو د پټرولي بمونو په وارولو سره پر یاده ودانۍ برید پیل کړی دی. ایراني چارواکو ویلي چې د دوی تر بیا ځلې خبرتیا پورې دې څوک کربلا ته د زیارت لپاره نه ورځي.






































