د عراق په پلازمینه بغداد کې بیا هم پولیسو پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې د عراق په ګڼو ښارونو کې لا هم د حکومت ضد سخت او له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي. د بغداد په وروستۍ پېښه کې ۱۲ لاریون کوونکي ټپیان شوي دي. تېره ورځ په کربلا ښار کې هم سخت لاریونونه روان وو. لاریون کوونکو په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ او د دغه هېواد بیرغ یې راښکته کړ. پولیسو هلته هم پر لاریون کوونکو ډزې وکړې چې په پېښه کې ۴ کسه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. لاریون کوونکي د لومړي وزیر لرې کېدل او د فساد او بېکارۍ ختمول غواړي






































