پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د شانګهای همکارۍ سازمان اتلسمه ناسته او پر افغان سوله یې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

نوومبر 10, 2019
in تحلیل
0 0

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو استازي د عقرب میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه، د دغه سازمان د لومړيو وزیرانو په ۱۸مه غونډه کې د ازبکستان په مرکز تاشکند کې سره راټول شوي وو. د افغانستان اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د يوه پلاوي په مشرۍ، په دې غونډه کې ګډون کړی و.

د دغه سازمان مخینه د افغانستان له حالاتو سره مستقیمه اړیکه لري او په وروستیو اتو کلونو کې هم د افغانستان په لور د دغه سازمان پاملرنه، اندېښنې او لېوالتیا زیاته شوې ده. په سیمه کې د دغه سازمان ارزښت ته په کتو سره افغانستان هم تېر کال د دغه سازمان د بشپړ غړیتوب د تر لاسه کولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان اجرایه رییس د دغه سازمان د وروستۍ غونډې په څنډو کې د روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له لومړيو وزیرانو، د ایران د جمهور رییس له لومړي معاون او د هند د دفاع له وزیر سره هم ملاقاتونه درلودل.

د شانګهای همکارۍ سازمان د لومړیو وزیرانو ۱۸مې غونډې ته په کتو سره، د شانګهای غړو هېوادونو رول په افغان سوله کې څه دی؟ او په ټوله کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو رول د افغان کشالې پر دخیلو اړخونو باندې څه دی؟ په اړه یې دلته شننه شوې ده.

د شانګهای همکارۍ سازمان لنډه پېژندنه

د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ ز کال کې جوړ شوی، موخه یې د غړیو هېوادونو ترمنځ په امنیتي، سیاسي، تجارتي، اقتصادي او ځینو نورو برخو کې همکارۍ ته وده ورکول دي.

همداراز د شانګهای همکارۍ سازمان د سخت دریځو اسلامپالو ډلو له خوا د راپورته کېدونکو ګواښونو د مخنیوي او له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق له منځه وړلو په موخه جوړ شوی دی.

د شانګهای د غړو هېوادونو مساحت د آسيا او اروپا په سلو کې ۶۱ خاوره او د وګړو د شمېر له مخې، د نړۍ دویمه برخه وګړي په دې هېوادونو کې ژوند کوي.

اوسمهال اته هېوادونه (چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان) د یاد سازمان دایمي غړي، افغانستان، بېلاروس، ایران او د منګولیا هېوادونه یې د څارونکو او ازربایجان، ارمانیا، کمبوډیا، نیپال، ترکیه او سریلانکا هېوادونه يې د خبرو شریکانو په حیث پيژندل کېږي. د یادولو وړ ده چې افغانستان په ۲۰۱۲ ز کال کې د چین په مرسته د دې سازمان  څارونکی هېواد شو.

د شانګهای همکارۍ سازمان د لومړیو وزیرانو ۱۸مه غونډه

د افغانستان اوسنيو حالاتو  ته په کتو سره د شانګهای د همکارۍ سازمان ښکېلتیا د افغان سولې په پروسه کې اړینه ده، له همدې کبله د یاد سازمان غړي هېوادونه د افغان سولې پروسه کې د خپل رول د درلودو له مخې د یاد سازمان پاملرنه هم د افغانستان په لور زیاته شوې او له همدې ځایه ده چې دغه کنفرانس د افغانستان لپاره مهم و. د یادې ناستې ډېره پاملرنه د شانګهای همکارۍ سازمان پر داخلي جوړښت او کارونو باندې وه او په ۲۰۱۸ ز کال او د ۲۰۱۹ ز کال په لړ کې چې کوم کارونه د یاد سازمان له لوري تر سره شوي وو، هغه وارزول شول او د یاد سازمان د ۲۰۲۰ ز کال پر بودجه او پلان باندې بحث وشو. همدارنګه یاد سازمان له نورو نړیوالو ټولنو سره د ګډې همکارۍ په موخه تفاهم‌نامې هم لاسلیک کړې او په یاده ناسته کې په سیمه کې د چاپېریال په برخه کې ګټوره همکاري، د ترورېزم پر وړاندې ګډه مبارزه، د نشه يي توکو قاچاق، د انسانانو قاچاق، د پيسو ناقانوني حوالې، د سپکو وسلو ناجایزه سوداګري، اقتصادي وده،  ترانسپورټي همکاري او پر صنعتي ودې هم بحث وشو.

په اقتصادي برخه کې: په اقتصادي برخه کې باید غړي هېوادونه په خپلو منځونو کې تجارتي راکړې ورکړې زیاتې او د غړو هېوادونو ترمنځ مالیه کمه کړل شي. همدارنګه غړي هېوادونه په خپلو سیمو کې د هغو طبیعي حوادثو په هکله معلومات شریک کړي، چې د دوی ګاونډیان اغېزمنوي. د هېوادونو د مشرانو او مسوولینو ترمنځ د معلوماتو تبادله، څو په هېواد کې نړیوال ترورېزم ته وده ورکړي او د دغو مسوولینو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. د حوادثو د مدیریت په هکله له یو بل سره خپلې تجربې او معلومات شریکول او خپلمنځي ګډې پروژې پر کار اچول، څو په سیمه کې د اقتصادي ودې د زیاتوالي سبب شي.

د چاپېريال په ډګر کې همکاري: غړي هېوادونه به په ګډه سره د چاپېريال ساتنې په برخه کې نه یوازې دا چې پروګرامونه به جوړوي؛ بلکې پلې کوي به یې هم، په تېره بیا په سرحدي سیمو کې.

د ترورېزم پر وړاندې ګډه مبارزه:  غړي هېوادونه باید د خپلو ملي قانونو له مخې، د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره په خپلو کې همکاري وکړي او د سخت دريځو او بېلتون غوښتونکو عملونو مخنيوی به کوي.

د نشه یي توکو پر وړاندې ګډه مبارزه: غړي هېوادونه به له یو بل سره د نشه يي توکو د ختمولو، انساني قاچاق، د پیسو ناقانونه حوالې او د نورو زيان رسوونکو موادو پرخلاف اقدامات کوي. غړي هېوادونه باید د تمدنونو د جګړې پرخلاف له یو بل سره د تمدنونو ترمنځ خبرو اترو ته وده ورکړي.

سیاسي او نظامي: د تلپاتې ثبات او په نظامي- سیاسي ډګر کې خپلمنځي اعتماد پياوړي کول.

د غړو هېوادونو له مشرانو سره ناستو ته کتنه

د شانګهای همکارۍ سازمان په اتلسمه ناسته کې د افغانستان په استازولۍ، د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله برخه درلوده. یادې ناستې چې دوې ورځې یې دوام وکړ، د حکومت اجرایه رییس د دې ناستې تر څنګ، د سازمان د غړو هېوادونو له مشرانو سره هم ناستې درلودې او په یادو ناستو کې پر لاندې ذکر شویو موضوعاتو باندې بحث وشو:

  • د سیمي له هېوادونو څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو غوښتنه: د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله چې په دغه غونډه کې یې د افغان دولت په استازیتوب ګډون کړی و، وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یوې سیمه‌ییزې ستراتيژۍ او کړنلارې ته اړتیا ده، څو وکولای شو چې په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مقابله وکړو. همدا اوس افغانستان له دې ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان دی، نو له همدې امله د شانګهای د همکاریو سازمان سیمه‌ییزو هېوادونو هوساینه په افغان سولې او ثبات پورې تړلې ده. نو لازمه ده چې د سیمې د ګډو ستونزو د حل لپاره په ګډه د عادلانه سوله‌ییزې او باعزتې کړنلارې له مخې، د جګړې ختمولو ته هڅه او کار وکړو.
  • له روسیې سره د دوو ‌اړخیزو اړیکو پراختیا: د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرایه ریيس د روسیې له صدراعظم سره د دې غونډې په څنډه کې لیدلي دي. دغې لیدنې دری مهمې برخې لرلې: لومړۍ: د افغانستان او روسیې د دوو ‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا؛ دويمه: د افغانستان د سولې پروسه؛ درېيمه: د نشه ‌یي توکو پر وړاندې مبارزه.
  • د سيمې له هېوادونو سره اړيکې: د دې تر څنګ، د دغه کنفرانس په څنډو کې ډاکتر عبدالله عبدالله د سیمې د ځینو هېوادونو له لومړيو وزیرانو سره هم وليدل او د اړیکو پر نږدې کولو یې خبرې وکړې. د ازبکستان لومړی وزیر کابل ته راوبلل شو. له هند او ایران سره پر امنیتي او اقتصادي همکاريو خبرې وشوې او همدا راز له تاجکستان او قزاقستان سره هم د اړیکو پر رغولو خبرې وشوې.

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو رول په افغان سوله کې

په تېرو اتلسو کلونو کې د بېلابېلو خواوو په ګډو همکاريو، د شانګهای همکارۍ سازمان په نړۍ کې د همکاريو داسې جامع او سيمه‌ييز سازمان ګرځېدلی، چې د پراخوالي او نفوس له لحاظه، د نړۍ په سطحه له ټولو سازمانونو لوی دی. د دغه سازمان د غړو هېوادونو عمومي اقتصادي حجم او نفوس په جلاجلا توګه د نړۍ ۲۰ سلنه او ۵۰ سلنه جوړوي. له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو او سيمه‌ييزو سازمانونو سره يې پراخې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي او نړیواله اغېزه يې لاپسې پراخه کړې ده. د یاد سازمان ټول غړي هېوادونه د افغانستان په جګړه کې پر ټولو ښکېلو اړخونو نفوذ لري، نو له همدې امله په یاد سازمان کې ځینې شامل هېوادونه کولای شي چې د افغان سولې په پروسه کې مثبت رول ولوبوي. چین د خپل اقتصادي نفوذ د لرلو په اساس کولای شي، د سیمې پر هېوادونو [پاکستان] باندې فشار راوړي، څو هغه ډلې چې یو ډول نه یو ډول په افغان کشاله کې رول لري، د خبرو مېز ته کېنوي. په ټوله کې یاد سازمان دا توانایي لري چې په نړیواله سطحه امریکا (د افغان جګړې د پیل اصلي لوری) ته ووایي چې افغان کشاله د خبرو له لارې حل کېدلای شي او د خبرو له لارې په حل کې یې موږ هم همکاري کوو او که چېرې د جګړې له لارې حل غواړی؛ په هغه برخه کې موږ در سره همکاري نه کوو. نو که چېرې یاد هېوادونه په رښتیا هم دا ډول وغواړي، امریکا دلته د ډېرې مودې لپاره نه شي پاتې کېدای.

پایله

د شانګهای همکارۍ سازمان د لومړیو وزیرانو ۱۸مه ناسته داسې مهال تر سره کیږي، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې نه دي معلومې شوې او یو ځل بیا پر سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د سولې د خبرو د پیل غوښتنه شوې ده.

 اروپایي ټولنې، په مسکو کې د افغان سولې په اړه تر سره شوې څلور اړخیزه ناسته او په نږدې راتلونکې کې د چین په کوربتوب د بین الافغاني ناستې تر سره کېدل، هغه څه دي چې ورسره یو ځل بیا په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتلو لپاره هېلې راټوکېدلې دي.

یاد سازمان په افغان کشاله کې پر ښکېلو لوریو باندې نفوذ لري، امید دی چې دوی په دې برخه کې له خپل نفوذ څخه په مثبتې ګټې اخیستو سره، پر افغانانو باندې د دې تپل شوې جګړې د ختمولو هڅه وکړي او د افغان سولې لپاره چې کومې هڅې اوس روانې دي، د دوی په همکارۍ دا تېزې کړل شي، څو د دوی په مثبت رول ادا‌ کولو سره  وکولای شو، چې د افغان سولې د راتلو او جګړې د ختم لپاره سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړو.

همدارنګه افغان سیاست‌والو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پکار ده، چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې هم ژر تر ژره اعلان او وړونکی ټیم دې د نوي حکومت د تشکیل لپاره کوټلي ګامونه واخلي او بایلونکي ټاکنیز ټیمونه دې له ګټونکي ټیم سره د نوي حکومت په تشکیل او د افغان حکومت له لوري د سولې د پروسې په پیل کې خپله هر اړخیزه همکاري وکړي؛ څو په دې سره وکولای شو چې خپل نړیوال موقف قوي کړو او په افغانستان کې یوې تل پاتې سولې ته ورسیږو.

Share21Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In