د ژوند په اوږدو کې کېدای شي یو څوک یا یو شی هڅه وکړي، چې ستاسو د ارزښټ تاج ستاسې له سره لرې کړي. خلک به هڅه وکړي چې ټیټ مو معرفي کړي او داسې یو څه درته ووایي چې له ځانه مو زړه تور شي. دوی په اصل کې د دې په لټه کې دي چې ستاسې له سره دغه تاج را ښکته کړي. ځان ته مینه ورکړئ او مه پرېږدئ چې خلک دغه تاج ستاسې له سره را ښکته کړي. مه پرېږدئ چې د نورو خلکو خبرې مو د ذهن او کړو وړو واګي په لاس کې واخلي. کېدای شي څوک درته ووایي:
ته هېڅ وړتیا نه لرې، ته هېڅ ځای ته نه شې رسېدی، ته به هېڅ کله د خپل کاروبار څښتن نه شې. ډېر کله موږ فکر کوو چې هو! نو څه پېښېږي؟
تاسې خپله اجازه ورکړه چې خلک مو له سره دا تاج ښکته کړي.
کله چې فکرونه یا خلک درته ووایي:
تاسې په کافي اندازه جذاب نه یاست، همدې خبرې ته په غوره نظر وګورئ:
نه! ډېره مننه، ته نه شې کولای زما له سره دا تاج ښکته کړې. زه پوهېږم چې خدای پاک زه په پوره غور او دقت جوړ کړی یم. زه پوهېږم چې په خپل ذات کې بې بېلګې یم.