اسټرالیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې سیډني ځينې برخې د روانې اورلګېدنې له سخت ګواښ سره مخ دي. سیډني د اسټرالیا ستر ښار هم دی او د زیانمنېدونکو سیمو خلکو ته یې خبرداری ور کړل شوی چې کډه شي. اسټرالیا کې د وروستیو ورځو اور له امله درې کسان وژل شوي او زرګونه کسان کور پرېښودو ته اړ شوي دي. زیانمنو سیمو کې ښوونځي تړل شوي او له نورو سیمو اوروژونکې ډلې دغه سیمو ته د مرستې رسولو لپاره ځي. د استرالیا لومړی وزیر وايي دواړو ایالتونو کې له ۱۳ سوه اوروژونکو سره د مرستې لپاره یې پوځ هم لاس په کار کړی دی.






































