د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، په هېواد کې یې د تېلو داسې نوې زېرمې موندل شوې چې په راسپړلو به یې د دې هېواد د تېلو تولید یو په درېیمه برخه ډېر شي. دا نوې زېرمې په سویل لویدیځ خوزستان ولایت کې موندل شوې او په کابو دوه نیم زره کیلومتره مربع سیمه کې پرتې دي. ولسمشر روحاني ویلي چې په دې زېرمو کې کابو ۵۳ میلیارده بېلره خام تېل شته. په دې وروستیو کې ایران پرې د امریکا لخوا د لګېدلیو بندیزونو له کبله نه دی توانېدلی چې خپل تېل په بهرنیو بازارونو کې خرڅ کړي. دا بندیزونه تېر کال وروسته له هغه ولګول شول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوالې ټولنې او ایران ترمنځ له شوي اتومي تړونه د وتلو اعلان وکړ. له همدې امله ایران تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې دی، خو ایراني چارواکي د خپل هېواد وضعیت د ډاډ وړ بولي.






































