ټرمپ وایي که ایران د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکړي نو ددغه هېواد لپاره به یو بد اقدام وي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې د اټومي فعالیتونو په اړه د ایران وروستي اقدامات غندلي دي. نوموړي ویلي که ایران د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکړي نو دا ددغه هېواد لپاره یو بد اقدام دی چې په زړه پورې پایلې به و نه لري. ټرمپ ویلي چې امریکا به د ایران په اړه تازه غبرګونونه ولري. د ایران حکومت اعلان کړی دی چې د یورانیمو د غني کولو په برخه کې یې تازه اقدامات پيل کړي دي او نویو سنټرفیوژونو یې فعالیت پيل کړی. دې مسئلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان غبرګون هم له ځان سره لرلی دی.






































