کله چې یو څوک غواړي د حقارت حس په تاسو کې پیاوړی کړي، بدې او ناوړه خبرې درته کوي، نو د دې پر ځای چې په خبرو یې غوسه او خپه شی او یا يې بیا بیا خبرې ستاسې په ذهن کې انګازې وکړي، یوازې د سر تاج مو لږ صاف او پاک کړئ. له ډېرې هڅې سره سره هم هغوی نه شي کولای بدل مو کړي. هغه وخت مو بدلولای شي چې تاسې خپله د دې کار اجازه ورکړی. هغوی مو تقدیر نه شي بدلولای، هغوی نه شي کولای ستاسې ارزښت وټاکي. هغوی ستاسې د ژوند شریکان نه دي، بلکې تاسې یو ازاد او خپلواک کس یاست. خدای پاک (ج) تاسې ته د یوه شهکار لقب درکړی دی. هغه تاسې ته د پادشاه او ملکې نوم اخیستی دی. تاسې باید په خپل ژوند کې حکمراني وکړئ، ځکه له همدې کبله یې تاسې ته د افتخار تاج پر سر اېښی دی. تاسې باید له دې ځان خبر کړئ چې څوک یاست. که غواړی تاج مو وساتی، نو باید کلک او قوي و اوسی، نو داسې ووایئ: زه نه پرېږدم چې د خلکو د منفي خبرو او فکرونو تر اغېز لاندې راشم او خپل د سر تاج له لاسه ورکړم. زه ښه پوهېږم چې یو له افتخاره ډک تاج مې پر سر دی.