ویل کېږي چې نن سه شنبه هم په ډېری سیمو کې د سختې اورلګېدنې ګواښونه موجود دي او خلک له خطر سره د مخ ښارونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د استرالیا پلازمینه سیدني ښار هم اورلګېدنې له خطر سره مخ کړی دی. تر دې دمه ۶۰۰ ښوونځي رخصت شوي او زرګونه کسانو خپل کورونه پرې اېښي دي. د استرالیا حکومت په پوره توان هڅه کوي د اور د پرمختګ مخه ونیسي، خو ګرمه هوا او باد ددغه اور د پراختیا ستر لامل دی. اور د تېرې جمعې په ورځ لګېدلی دی او همدا اوس هم په سلو بېلابېلو برخو کې اورلګېدنه روانه ده. حکومتي چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې له ځنګلي او وچو ساحو لرې اوسي او له خطر سره مخ سیمې پرېږدي.






































