عراق کې د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ د تازه کړکېچونو له امله څلور لاریون کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۳۰ نور ټپیان دي. عراق کې د بشري حقونو د څار یوې ډلې ویلي چې دا مرګ ژوبله هغه وخت رامنځته شوه کله چې د دغه هېواد د پوهنې ادارې مخې ته د دواړو لوریو ترمنځ شخړې وشوې او امنیتي ځواکونو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه. د یادې ډلې په خبره، وروسته امنیتي کسانو په لاریونوالو ډزې کړې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده. په عراق کې د پیل شویو فساد ضد لاریونونو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۳۲۰ اعتراض کوونکي وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان دي. اعتراض کوونکي شاوخوا میاشت مخکې د فساد، بې روزګارۍ او د عراق په چارو کې د ایران د لاسوهنو پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي او د یاد هېواد د لومړي وزیر استعفا غواړي.






































