امریکا پر عراق غږ کړی چې ژر تر ژره د لاریون کوونکو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ودروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د عراق له لومړي وزیر سره تلیفوني خبرې کړې دي او په دغه هېواد کې یې د روان وضعیت په اړه خپله اندېښنه ورسره شریکه کړې ده. پمپیو له عراقي لوري غوښتي چې ژر تر ژره دې د لاریون کوونکو پر وړاندې روان تاوتریخوالی ودروي او ددوی غوښتنو ته دې قانوني ځواب ووايي. د پمپیو په وینا لومړی وزیر اړ دی چې د فساد د له منځه وړلو او کاري زمینو په برابرولو کې د خلکو غوښتنې واوري. له څو اونیو راهیسې د عراق په څو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي. د حکومتي ځواکونو په ډزو کې تر دې دمه ۳۱۹ لاریون کوونکي وژل شوي دي.






































