. د راپورونو له مخې وروسته له دې چې د فلسطین د یوې جهادي ډلې مشر د اسراییلو له لوري ووژل شو، فلسطیني وسله والو پر اسراییلو د توغندیو بریدونه کړي دي. اسراییل ادعا کوي چې د فلسطین له لوري پر دوی نږدې ۵۰ توغندي توغول شوي خو تلفات نه لري. بلخوا د اسراییلو په ځوابي بریدونو کې ۵ فلسطینیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. اروپايي ټولنې په سیمه کې پر تازه تاوتریخوالي غبرګون ښودلی دی او له دواړو لورو یې غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دې ناندرۍ راکمې کړي او له نظامي اقداماتو دې لاس واخلي.






































