د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د یو فرمان له لارې پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه یو کال نور هم غځولي دي. سپینې ماڼۍ نن د همدې فرمان متن خپور کړی دی چې پکې راغلي، امریکا به تر هغو پورې پر ایران اقتصادي کړۍ ازاده نکړي څو پورې چې یاد هېواد په سیمه کې له ترهګریزو کړنو او د وسله والو له ملاتړه لاس نه وي اخیستی. په فرمان کې دغه راز راغلي، د امریکا اړیکې له ایران سره تر اوسه عادي شوې نه دي او پر دې هېواد به د امریکا بندیزونه تر راتلونکي یو کال پورې دوام وکړي. دا بندیزونه وروسته تر هغه نوي کېږي چې ایران وایي، د امریکا بندیزونو سره د مقابلې لپاره تیاری لري او دوی به هیڅکله د واشنګټن فشارونو ته تسلیم نشي.






































