د امریکا یوه پیاوړي ډيپلوماټ او په اوکرایین کې د امریکا پخواني سفیر بېل ټېلر ویلي، چې ټرمپ د خپل سیاسي سیال جوبايډن په اړه د اوکراین د پلټنو غوښتنه کړې وه. د ټېلر په خبره ده له خپل مرستیال سره د ټرمپ تلیفوني خبرې اورېدلې دي. دده په وینا ټرمپ یې مرستیال ته ویلي وو، چې د جوبایډن په اړه پلټنې ورته مهمې دي او له اوکراین باید په دې اړه همکاري وغوښتل شي. تر دې وړاندې هم د امریکا د استازو مجلس تور لګولی و، چې ټرمپ د خپل سیاسي سیال جوبایډن په اړه د پلټنو غوښتنه کړې، خو په دې برخه کې شاهد نه و موجود. بېل ټېلر هغه کس دی چې د استازو ادعا تاییدوي او په دې توګه به ټرمپ د استیضاج له فشار سره مخ شي. ټرمپ بیا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې له ده سره د استازو روان حالت د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره ټګي برګي ده.






































