چین او هند د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره لا ډېر اقدامات ترسره کوي. د چین ولسمشر شي جين پینګ د هند له لومړي وزیر نریندا مودي سره کتلي دي او ددوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي. د چین د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې دواړو لورو پر سیمه ییزو، دوه اړخیزو او نړیوالو روانو مسایلو خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې چین او هند باید پخپلو کې ښې اړیکې وپالي. دواړو لورو همدا راز د سوداګرۍ په برخه کې هم بحثونه لرلي دي او پر نوو لارو چارو غږېدلي. چین او هند ټینګار کړی دی چې پخپلو کې به واردات او صادرات ډېروي او دغه راز د سیمه ییز پرمختګ لپاره به ددواړو ترمنځ همکارۍ ډېرېږي. دواړو لورو اړوندو وزارتونو ته دنده سپارلې چې د شته فرصتونو په مشخصولو او کارولو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.






































