د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپیر ویلي، شپږ سوه امریکایي سرتېري به په سوریه کې پاتې وي. د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې ایسپیر ویلي، د سوریې په شمال کې به ۶۰۰ امریکایي سرتېري له داعش ډلې سره د مبارزې او دغه راز د نفتي سیمو د امنیت په موخه وساتي. نوموړي ویلي، دا پرېکړه یې وروسته تر هغه کړې ده چې ټرمپ د سوریې د نفتي سیمو د امنیت ساتلو حکم وکړ. ایسپیر دغه راز ویلي، د دوی شپږ سوه سرتېري به په دې هېواد کې پاتې شي خو که چېرته یې له اروپایي ملګرو سره هوکړې ته ورسېږي نو ښایي د خپلو ځواکونو په شمېر کې بدلون راولي.






































