پر غزه د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان وژل شوي دي. سره له دې چې نړیوالو پر اسراییلو او فلسطین په سیمه کې د زغم غږ کړی دی خو دواړو لورو پر یو بل بریدونو ته ادامه ورکړې ده. اسراییل وایي چې له غزې پر دوی تر ۲۰۰ پورې توغندي توغېدلي دي خو ډېری یې دفع شوي. د اسراییلو په تازه بریدونو کې تر دې دمه ۲۶ فلسطینیان وژل شوي خو د سراییلو خوا ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي. د فلسطین او اسراییلو ترمنځ نښتو وروسته له هغه زور واخیست چې اسراییلو د فلسطین د یوې جهادي ډلې مشر وواژه. په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی خو د اوربند د رامنځ ته کېدو لپاره هڅې پيل شوې دي.






































