د سلواکیا چارواکي وایي چې د دې هېواد په لویدیځ کې د یوې باروړونکې لارۍ او د مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله ۱۳ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د دې هېواد د براتیسلاوا ایالت د اوروژنې ادارې ویاندې کترینا ویلي چې دا پېښه پرون د دې ایالت د مرکز په شاوخوا ۲۰ کیلومټرۍ کې رامنځته شوې ده. د نوموړې په خبره، په پېښه کې دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې ۱۳ کسان مړه شوي او شل نور ټپیان دي خو په وینا یې ښایي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړه وي. د پېښې د څرنګوالي او د مړه شویو کسانو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکول شوي.






































