د جرمونو نړیوالې محکمې په میانمار کې د روهینګیايي مسلمانانو په وړاندې د بشر ضد جرمونو د ادعاوو په اړه د تحقیقاتو امر ورکړ. میانمار د جرمونو د نړیوالې محکمې منشور نه دی لاسلیک کړی، خو دې محکمې خپل تحقیقات د میانمار په ګاونډي هېواد بنګله دېش کې چې د دې محکمې غړیتوب لري، د دواړو هېوادنو په سرحد کې پر شوي تشدد متمرکز کړي دي. دې محکمې ویلي چې د میانمار د پوځ له خوا د روهینګیايي مسلمانانو پر وړاندې د بشري جنایتونو د ادعاوو په اړه د تحقیقاتو لپاره یې د دې محکمې د څارنوالانو غوښتنه تېره ورځ تایید کړه. له ۷۳۰ زرو ډېر روهینګیا مسلمانان چې په برما کې اقلیت دي، له ۲۰۱۷ کال راهیسې د میانمار د پوځ د عملیاتو په پایله کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او بنګله دېش ته مهاجر شوي دي.






































