ملګرو ملتونو د اسراییل له لوري په فلسطین کې وروستۍ عام وژنه په کلکو ټکو غندلې ده. ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په فلسطین کې د اسراییل له لوري د ملکي وګړو وژنه په هیڅ ډول د توجیه وړ نه ده او یاد هېواد باید په فلسطین کې د وژل شویو ملکي وګړو موضوع په جدي توګه و څېړي. یاد سازمان دغه راز له اسراییلي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې په راتلونکي کې له ورته غیر مسوولانه کړنو څخه مخنیوی وکړي. ملګري ملتونه دا اعلامیه په داسې حال کې ورکوي چې تېره اوونۍ د اسراییلي پوځیانو له لوري په غزه کې د اسلامي جهاد ډلې د یو مخکښ قومندان تر وژل کېدو وروسته یادې ډلې پر اسراییل تر دوه سوه ډېر توغندي وتوغول چې په غبرګون کې یې اسراییلو پر غزې تراړه هوایي بریدونه وکړل او د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژنې سربېره یې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.






































