د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي، د اوکراین په موضوع کې د ټرمپ پر ضد داسې شواهد شته دي چې ښیي، هغه له اوکراین سره د معاملې له امله د بډو په جرم کې ښکېل دی. پلوسي ویلي، ټرمپ د داسې اشتباه مرتکب شوی دی چې ښایي له دندې پرې ګوښه شي. هغې په یوه خبري ناسته کې په دې تړاو زیاته کړې، بډې دا دي چې د یو جعلي تحقیق او اجازې پر وړاندې پوځي مرستې ودروي او یا اجازه ورکړي. ټرمپ هم دا خبره مني خو وایي چې په دې کې کومه خبره نه شته ده، نو د هغې په خبره دا په اصل کې یوه ستره تېروتنه او بډې دي. ټرمپ څه موده وړاندې اوکراین ته د ۳۹۱ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو د مرستو درولو پرېکړه کړې ده. که څه هم ټرمپ وایي چې خپل واک سره سمه پرېکړه یې کړې خو اوس ډیموکراټان څېړنه کوي چې ایا ولسمشر اوکرایین ته د ۳۹۱ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو د مرستو په درولو سره له خپله واکه ناوړه ګټه اخیستې او کنه.






































