په ایران کې وروسته له هغه لاریونونو زور واخیست چې حکومت د تیلو په بیو کې تغیر راوست. د حکومت د پرېکړې له مخې هر کس کولی شي په میاشت کې تر شپېتو لېترو پورې تېل په عادي نرخ وکاروي خو تر هغه ډېر یې بیا بیه درې برابره ده. همدې پرېکړې په ایران کې پراخ غبرګونونه پارولي دي او ایراني وګړي وایي چې حکومت خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ناکام دی. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او تر څنګ یې ایرانیانو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. په لاریونونو کې تر دې دمه یو کس وژل شوی او ګڼ ټپیان شوي هم دي.






































