د امریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر د هند د دفاع له وزیر سره کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. مارک په دې لیدنه کې ویلي چې هند په سیمه کې د امریکا تر ټولو نږدې متحد او باوري دفاعي ملګری دی. دده په خبره دواړو لورو په دې لیدنه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او د نړیوالو مسایلو په اړه پر دوه اړخیزې همکارۍ بحثونه کړي دي. هندي لوري هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په سیمه کې د روانو مسایلو په اړه له امریکا سره همکاري لري او په دفاعي برخه کې د امریکا او هند ملګرتیا د ډاډ وړ ده. د امریکا ددفاع وزیر هندوپاسفیک هېوادونو ته په سفر تللی دی او د ګڼو هېوادونو له دفاعي چارواکو سره یې کتلي دي.






































