په ایران کې په روانو لاریونونو کې ۱۲ کسه وژل شوي او تر زرو پورې کسان د حکومت له لوري نیول شوي دي. د راپورونو له مخې دمګړی د ایران په لویو ښارونو کې ښوونځي رخصت شوي دي او لا هم لاریونونه ادامه لري. لاریونونه د تېلو په بیو کې د لوړوالي له امله پيل شوي خو ایراني وګړي وایي چې دا یوازینۍ ستونزه نه ده. ایراني حکومت ۱۲ لاریون کوونکي وژلي او تر زرو پورې نور یې نیولي دي. سپینۍ ماڼۍ بیا ویلي چې ایرانی حکومت دې د لاریون کوونکو غږ واوري او ددوی پر وړاندې دې له تاوتریخوالي کار نه اخلي. ایران بیا دا څرګندونې ددوی په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.






































