د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې یو شمېر زده کوونکو او استادانو د هوا ککړتیا له امله اعتراض کړی او له حکومت یې غوښتي چې د هوا پاکوالي لپاره دې ګامونه پورته کړي. په دغه ښار کې له دوو میاشتو راهیسې د هوا ککړتیا مخ په زیاتېدو ده. اعتراض کوونکي وايي چې د پاکې هوا تنفس د دغه هېواد د ټولو وګړو حق دی. په دې اعتراضونو کې ګډون کوونکو ډاکټرانو هم د ککړې هوا په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده. په نوې ډيلي کې موټر او له لرګیو د سوند توکو په توګه استفاده د هوا د ککړتیا لامل ګڼل کېږي. که څه هم د هند حکومت له کلونو راهیسې هڅه کوي، څو د نوي ډیلي د هوا ککړتیا راکمه کړي، خو دغه کار یې تر اوسه پایله نه ده لرلې.






































