د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون ته په خطاب کې ویلي، له امریکا سره یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره باید ګړندي اوسي. هغه زیاته کړې، که چېرته کوریا له امریکا سره یو توافق ته ورسېږي نو دی په پوره ډاډ سره ویلی شي چې دا یې په ګټه ده. نوموړي څرګنده کړې، ټرمپ یوازینی کس دی چې کوریا هغه ځای ته رسولی شي چې ورسره ښایي، نو معاملې ته دې چمتو اوسي، ژر به ورسره وویني. دواړو هېوادونو په تېر پړاو خبرو کې یو شمېر ژمنې کړې وې خو دواړه لوري پر یو بل د دې ژمنو د نه عملې کولو تورونه پورې کوي. پیونګ یانګ وایي، امریکا باید تر مذاکراتو مخکې ټول بندیزونه لرې کړي خو امریکا بیا وایي شمالي کوریا باید له هر ډول شرط څخه پرته د خبرو مېز ته حاضره شي.






































