د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي ويلي، د تېلو د بیو د زیاتېدو په تړاو د حکومت له پرېکړې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت د پنجشنبې په ورځ د یوه لیتر تېلو بیه له ۹ سنټو څخه ۱۲،۷ سنټو ته لوړه کړه او ویې ویل چې د هر شخصي موټر خاوند په میاشت کې یوازې ۶۰ لیتره پټرول رانیولی شي.
خامنهیي په همدې تړاو لاریونونو ته په لومړي غبرګون کې ویلي چې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي. هغه له امنیتي چارواکو هم غوښتي چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې دندې په سمه توګه تر سره کړي.
نوموړي په ایران کې د تېلو د بیې د لوړېدو په اعتراض کې د خلکو پر لاریونونو هم نیوکې کړې دي. هغه دا نیوکې داسې مهال کوي چې د ایران په ډېریو ښارونو کې د جمعې له ورځې راهیسې لاریونونه پیل شوي او تر دې دمه یې سلګونه تنه نیول شوي او ځینې نور وژل شوي هم دي.
تازه راپورونه وايي چې د ایران په ځینو سیمو کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ خونړۍ نیښتې هم شوې دي.
د دغه هېواد فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران په بېلابېلو برخو کې نږدې زر تنه لاریونوال نیول شوي دي.
د ایران دغه مذهبي مشر د تېلو د بیو پر لوړېدو په اعتراض کې لاریونوالو ته ویلي، سره له دې چې په دې برخه کې ډېر خبر نه دی، خو د حکومت د مشرانو د پرېکړې ملاتړ کوي او باید دا پرېکړه عملي شي.
هغه زیاته کړې: «ما وویل چې په دې قضیو خبر نه یم، خو که د دری ګونو قواوو مشران فیصله وکړي، زه یې ملاتړ کوم. ما دا ویلي، ملاتړ یې هم کوم. د قواوو مشران دي، په خپل منځ کې سره کېناستل د خپل تخصص پر اساس یې د هېواد لپاره پرېکړه وکړه، باید پرېکړه یې تطبیق شي».
په همدې حال کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفیر جان رکولتا په دوبۍ کې له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې د ایران د لاریونونو په اړه ویلي: «موږ د رژیم د بدلون غوښتونکي نه یو، موږ به د ایران خلک پرېږدو چې د خپل راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي، خو د دوی راتلونکې دا ده چې د نړیوالې ټولنې یوه برخه واوسي. فکر کوم چې خلک ناهیلي دي، دوی ازادي غواړي، دوی غواړي چې د نړۍ ازاد بازارونه ورته پرانیستي وي».
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران د حکومت ضد معترضانو ته ویلي وو، چې امریکا به له دوی سره په څنګ کې وي.






































