د امریکا په اوکلاهوما ایالت کې په یو دوکان کې یو وسله وال کس درې تنه په ډزو وژلي دي. ځایي پولیسو د دې خبر د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دې پېښه کې خپله وسله وال هم وژل شوی دی خو دا چې یاد کس خپله ځان ویشتلی دی او که د بل چا له لوري وژل شوی دی په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي. په ورته وخت کې اسوشیټیډ پریس اژانس بیا ویلي، د وژل شویو کسانو هویت لا څرګند نه دی او پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي. د یادونې ده چې د سږکال په اګسټ میاشت کې هم د الپېسو په والمارټ سټور کې یو کس د ټوپک په ډزو ۲۲ کسان وژلي وو. الپېسو د مکسیکو پولې ته څېرمه پروت ښار دی چې دا ډول پېښې پکې ډېرې کېږي.






































