د نیپال لومړي وزیر کي پي اولي ویلي، تورې اوبه د نیپال دي او هند باید ژر تر ژره خپل پوځیان له دې سیمې وباسي. هغه زیاته کړې، دا اوبه چې څه موده وړاندې هند په خپله نوې نقشه کې خپله برخه ګرځولې ده د نیپال په لویدیځه څنډه کې موقعیت لري او د تورو اوبو په نامه هغه اوبه پکې بهېږي چې د هند، نیپال او تبت ترمنځ درې اړخیزه مسئله ده. د نیپال لومړي وزیر په لومړي ځل د دې سیمې په اړه خپل دریځ په عمومي ډول څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی یو انچ ځمکه هم چاته نه پرېږدي او هندي ځواکونه دې ژر تر ژره له دې سیمې ووځي څو دوی یې په اړه خبرو ته حاضر شي. هند او نیپال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو هندي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې د نیپال پولې ته څېرمه د هند نوې نقشه کې کومه لاسوهنه نه ده شوې. تورې اوبه د هند اتراکنډ په پتوړا ګړ ولسوالۍ کې ۳۵ مربع کیلومتره سیمه ده. چې پکې د هند او تبت سرحدي پولیس ګومارل شوي دي.






































