د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا هېواد به ډېر ژر د میلیاردونه ډالرو په ارزښت، میزاییل لرونکي ډرون او جاسوسي الوتکې وپېري. ویل کېږي چې د دغه تړون ارزښت به تر اووه میلیارده ډالرو هم ډېر وي. امریکا که څه هم تازه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې د یاد هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې پر هند به میزاییل لرونکي ډرون الوتکې وپلوري. د هند د دفاع وزارت ویلي، دغه میزاییل لرونکي ډرونونه، سي ګارډین یا دریاب ساتونکي نومېږي او د اخیستلو لپاره یې د هند سمندري، هوایي او ځمکني پوځیان په خپل منځ کې پر همغږۍ بوخت، ځکه د پوځي چارواکو په وینا، د دغو درې واړو ځواکونو اړتیاوې او وړتیاوې توپیر کوي، نو له همدې امله به د دوی ترمنځ همغږي یو څو میاشتې وخت ونیسي. دفاع وزارت ویلي، دوی به له دې همغږۍ وروسته امریکا ته په دې اړه یو لیک واستوي. راپورونه وایي، امریکا به ددې تړون په اړه خپل شرایط د هند له لوري د لیک د تر لاسه کولو وروسته په ډاګه کړي.






































