د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د ایران حکومتي ځواکونو په روانو لاریونونو کې تر دې دمه ۱۰۶ کسه وژلي دي. دغه سازمان دخلکو د معلوماتو او خپرو شوو ویډیوګانو پر بنسټ وایي چې تر دې دمه ۱۰۶ کسه د حکومتي ځواکونو له لوري وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي. ایراني حکومت همدا راز زر کسه تر دې دمه زندانونو ته اچولي دي. حکومت په ډېری ښارونو کې رسنۍ او انټرنېټ تړلي دي او خلکو ته له رسنیو سره د اړیکو اسانتیا نه برابروي. ځینې سرچینې بیا دا هم وایي چې حکومتي ځواکونو ان تر ۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي. ملګرو ملتونو پر دغه کړنه سخت غبرګون ښودلی دی او له ایراني حکومت یې غوښتي چې د لاریون کوونکو وژنه بس کړي. ایراني وګړو له څو ورځو راهیسې د تېلو د بیو او ناسمې حکومتولۍ پر وړاندې لاریونونه پيل کړي خو ایرانی حکومت په ټول توان دغه لاریونونه ځپي.






































