د اسراییل پوځ وایي، سوریه کې یې د ایران اړوند لسګونه پوځي مرکزونه بمبار کړي دي. د اسراییلي پوځ ویاند، افیخای ادرعي ویلي، جنګي الوتکو یې په سوریه کې د ایران د قدس ځواک او سوریایي پوځ پر لسګونه مرکزونو هوایي بمباري کړې ده او د وسلو د زېرمو او پوځي وسایلو په ګډون یې د قوماندې لسګونه مرکزونه له منځه وړي دي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، په سوریه کې د ایراني اډو بمباري دا ښکاره کوي چې ایران په سوریه کې فعال حضور لري او هلته د سوریې حضور د سیمې ټیکاو او د سوریې نظام ته ستر ګواښ دی. هغه زیاته کړې، ایران اسراییلو ته ګواښ پېښوي او په سوریه کې د هغوی حضور دوی ته په هیڅ صورت د منلو نه دی. په ورته وخت کې د سوریې رسمي خبري اژانس ویلي، د سوریې پر هوایي دفاعي سیسټم د اسراییلو له لوري توغول شوي ځینې توغندي یې شنډ کړي دي.






































