د ایران ولسمشر حسن روحاني لاریون کوونکي د هېواد دښمنان بللي او په خبره یې دوی ناکام شوي دي. حسن روحاني ویلي حکومت بریالی شو چې لاریون کوونکي ناکام کړي او په دې توګه یې د هېواد دښمنان مات کړي دي. روحاني ټینګار کوي چې یادو کسانو د هېواد د ملي ګټو پر ضد لاریون کړی و. له تېرو څو ورځو راهیسې ایراني وګړو د تېلو د بیو د لوړېدو، بې کارۍ، فساد او اقتصادي ستونزو له امله د حکومت ضد لاریونونه پیل کړي وو او چارواکي یې په بې کفایتۍ تورن کړل. خو ایراني حکومت د لاریون کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست چې له امله یې ۱۰۶ لاریون کوونکي ووژل شول. دا مسئله په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوه. دا په تېرو دېرشو کلونو کې په ایران کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله ده. ایراني حکومت لا هم د لاریونونو په سیمه کې پر انټرنېټ او رسنیو بندیز لګولی دی.






































