امریکا وایي، که جنوبي کوریا په دغه هېواد کې د مېشتو امریکایي عسکرو د لګښتونو ډېره برخه پر غاړه وانه خلي، نو امریکا اړه ده چې خپل ۴۰۰۰ زره عسکر له دغه هېواده وباسي. د جنوبي کوریا چاپ چسون ایلبو ورځپاڼه وایي په دغه هېواد کې د امریکایي عسکرو د لګښتونو په اړه د امریکا او جنوبي کوریا تر منځ خبرې روانې وې. جنوبي کوریا وایي چې په کلني ډول به پنځه میلیارده ډالر چې د اوسني لګښت پنځه برابره زیاتوالی ښیي پر خپله غاړه واخلي، خو امریکا ور سره نه ده منلې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، جنوبي کوریا باید له دې زیات لګښت پر خپله غاړه واخلي، که نه څلور زره عکسر به باسي. اوس مهال په جنوبي کوریا کې ۲۸ زره پنځه سوه امریکایي عسکر مېشت دي. جنوبي کوریا دغه امریکایي عسکر له شمالي کوریا سره د احتمالي پېښېدونکې جګړې له وېرې ځای پر ځای کړي دي.






































