د سوریایي فعالانو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د دغه هېواد په شمالي ولایت ادلیب کې د دغه هېواد د حکومتي ځواکونو او د هغوی د روسي متحدینو له لوري په شویو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۱ ملکیان وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د ځواکونو له لوري د توغول شویو توغندیو او د روسیې د هوایي بریدونو له امله د ماشومانو په ګډون ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. یاده ډله وایي، په دې هوایي او توغندویي بریدونو کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او څلوېښت نور ژوبل شوي دي چې ټول یې ملکي وګړي دي. دغه سازمان ویلي چې ښایي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم ډېره وي. د سوریې حکومتي ځواکونو او روسي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.






































