د اسرائیلو په صدراعظم بنیامین نتنیاهو باندې د فساد، بډې اخیستلو، اختلاس او اعتبار ماتولو تور لګیدلی دی. د اسرائیلو لوی څارنوال اویشای مندیلبلیت په داسې حال کې صدراعظم نتنیاهو باندې په رسمي توګه دغه تورونه لګولي چې د نتنیاهو د مجرم پیژندلو په صورت کې د هغه د ځای ناستي په اړه کوم واضح معلومات نشته. د لوی څارنوال دغه کار په هېواد کې په سیاسي ډګر کې یو ډول ګډوډي جوړه کړې او لا معلومه نه ده چې د نتنیاهو پر ځای به څوک ددغه هیواد مشري په لاس کې واخلي. خپله نتنیاهو په هر ډول فساد کې لاس درلودل رد کړي دي.






































