شمالي وزیرستان کې د وروستیو هدفي وژنو په غبرګون کې یو ځل بیا زرګونو پښتنو لاریون کړی دی او د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې یې د خلکو پر وژنه تورنې کړې دي. لاریونوال چې په میرعلي سیمه کې راټول شوي وو، په دې سیمو کې یې د وروستیو هدفي وژنو مسوولې د پاکستان امنیتي او استخبارتي ادارې بللې دي او تور یې پورې کړی دی چې دا ادارې یوازې د ځان ساتنې لپاره جوړې شوې دي. په دې لاریون کې چې پکې دکاندارانو، تاجرانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ګډون کړی وو وویل، څو پورې چې یې د کار او ژوند په اړه له پاکستاني ادارو پوره ډاډ نه وي ترلاسه کړی؛ تر هغو پورې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي. لاریونوال زیاتوي، په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه له پنځه کلنو عملیاتو وروسته، هره ورځ ملکیان په نښه کېږي او پاکستاني ادارې یې پر وړاندې چوپه خوله دي. دوی وایي، د پښتنو ځنځیري وژنه کې د دې هېواد امنیتي او استخباراتي ادارې لاس لري او دوی ته نور د دې وضعیت دوام د زغم وړ نه دی.






































