د پښتونخوا په بر دیر سیمه که د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي دي. د پولیسو په وینا دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې یو کرولا ډوله موټر نن سهار له کلکوټ سیمې څخه برېکوټ ته روان وو او د لارې په اوږدو کې، پورې سیند ته غورځېدلی دی او له امله یې په موټر کې ناست ټول کسان مړه شوي دي. پولیسو د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په وینا یې سړکونه ډېر خراب دي او پېښه ښایي له همدې امله ارمنځته شوې وي. دوی وایي، وړاندې تر دې هم په دې لاره ګڼې پېښې رامنځته شوې دي چې د ډېری هغو یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.






































