د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ویلي چې د ایران په وروستیو لاریونونو کې د تاوتریخوالي له کبله ۱۱۵ کسان وژل شوي دي.
دغه سازمان په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د وژل شویو کسانو واقعي شمېرې تر دې هم ډېرې لوړې دي.
په ورته وخت کې د ایران قضایه قوې تايید کړې چې په هغه هېواد کې د تېلو د لوړ نرخ پر ضد، د وروستیو لاریونونو ۱۰۰ تنظیموونکي یې نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران رژیم په لومړیو کې اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی و چې که پاروونکي اقدامات وکړي، د امنیتي ځواکونو له سخت ځواب سره به مخ شي .
له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې په ایران کې د اقتصادي فشار او د نرخونو د لوړوالي پر ضد وخت نا وخت لاریونونه کېږي، چې روان لاریونونه یې تر ډېره له تاوتریخوالي ډک وو.
دغه راز رپوټونه وايي چې دا ځل د ایران رژیم د پخوا په پرتله د زیات سخت چلند خبرداری ورکړی او ډېرو کسانو ته پر مرګ ژوبلې سربېره یې زرګونه لاریونوال نیولي هم دي.
د ځینو غربي رسنیو د رپوټونو په حواله، د ایران رژیم دا ځل اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی چې د دغو لاریونونو ځینې تنظیموونکي به اعدام کړي.
خو په ایران کې د روان کړکېچ او مرګ ژوبلې په تړاو د بښنې نړیوال سازمان له تازه شمېرو سره سره، د دغه هېواد رژیم په عمومي ډول په روانو لاریونونو کې د تلفاتو شمېر کم خپروي.
په تازه اقدام کې د ایران رژیم په دغه هېواد کې پر انټرنېټ بندیز لګولی چې د وضعیت په اړه یې د خپلواکو معلوماتو خپرول تقریباً ناممکن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون او له ایرانه بهر د بشري حقونو د ملاتړ ادارې اټکل کوي چې ډېر لاریون کوونکي وژل شوي، ټپي شوي او د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د یادونې ده چې د ایران حکومت د نومبر په ۱۵مه پر تېلو د محدودیت او د قیمتونو د لوړېدو اعلان وکړ چې ورسره سم په بازار کې د تېلو بیې ان تر ۵۰ سلنې لوړې شوې. د حکومت دغه اقدام د ایران په ډېرو ښارونو کې د خلکو لاریونونو ته لار هواره کړې چې لاهم دوام لري.
په ورته وخت کې د ایران تر ټولو لوی مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي هم د حکومت وروستی اقدام ستایلی او په دغه هېواد کې روان اعتراضونه یې ناقانونه بللي دي.






































