د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس عراق ته تللی دی او هلته یې د کردستان اقلیم له مشر سره کتلي دي. نوموړي همدا راز د عراق له لومړي وزیر سره تلیفوني خبرې کړي او په دغه هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه یې معلومات ترې غوښتي دي. د امریکا مرستیال ولسمشر له عراقي لومړي وزیر غوښتي چې ژر تر ژره دې د لاریون کوونکو پوښتنو او غوښتنو ته ځوابونه ووايي او د ایران په څېر دې پر لاریون کوونکو ډزې نه کوي. د امریکا مرستیال ولسمشر داسې مهال عراق ته سفر کوي چې په دغه هېواد کې د لاریونونو له امله سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور زنداني شوي دي. نړیوالو ادارو دا د بشر پر ضد جنایت بللی او امریکا پر ځینو عراقي چارواکو د بندیزونو خبرداری هم ورکړی دی.






































